د وزیر پیغام

د کانونو وزیر وحیدالله شهرانی

افغانستان په پراخه پیمانه طبیعی سرچینی لري چې د مسو، اوسپنې، ډبرو سکرو، مرمرو، نجیبه فلزاتو، نجیبه کاڼو او هایدروکاربنونه پراخه زیرمې پکی شاملې دی. په افغانستان کې دا زیرمې سرپټې پاتې او چندان پراختیا یې نه ده کړې. دوامداره بی ثباتۍ ددې لامل شوه چې کانونه په لږه اندازه را وایستل شی، د پراختیا لپاره یې په لږه کچه هڅه وشی او ددغو زیرمو د پراختیا او انتقال د زیربنا لپاره ناکافی کارونه ترسره شی.
د افغانستان د طبیعی زیرمو د پوتنسیال په اړه د پوهیدو لپاره د افغانستان د کانونو وزارت یو شمیر ابتکاری کارونه پر لار اچولي دی. په دې وروستیو کې د کانونو وزارت خپل لومړنۍ بزنس پلان بشپړ کړی، کوم چې د کانونو وزارت لپاره د ریفورم او بیاجوړونې یو ښه بکسه ده او دغه وزارت ته ددې اجازه ورکوی چې د اړتیا وړ صنعتی بدلونونو لپاره څان عیار کړي.


د افغانستان د طبیعی زیرمو د پوتنسیال په اړه د پوهیدو لپاره د افغانستان د کانونو وزارت یو شمیر ابتکاری کارونه پر لار اچولي دی. په دې وروستیو کې د کانونو وزارت خپل لومړنۍ بزنس پلان بشپړ کړی، کوم چې د کانونو وزارت لپاره د ریفورم او بیاجوړونې یو ښه بکسه ده او د کانونو وزارت ته ددې اجازه ورکوی څو د اړتیا وړ صنعتی بدلونونو لپاره څان عیار کړي.
اوس اوس د افغانستان د مالی خپلواکی په موخه یو شمیر کارونه تر لاس لاندی دی. د منرالی

 سرچینو انکشاف او د زیربنایی دهیلزونو پراختیا د منرالی سرچینو را ایستنې ته اړتیا لری چې کولای شی دغو موخو ته درسیدو یوه انګیزه شی. ددغو سرچینو تر پیژندلو وروسته د افغانستان د منرالونو اوهایدرو کاربنونو دزیرمو د پیژندنې، را ایستنې او پراختیا کې ستره هڅونه را منځته کیږی. دغه پراختیا به د هیواد په اوږدمهاله اقتصادی او ټولنیز ثبات کې رغنده رول ولوبوی. له دې امله د کانونو وزارت ددغو سرچینو د پراختیا په اړه بیساری ګامونه اخیستي او په دې اړه یې یو لړ پرمختیایی پلانونه تر کار لاندې نیولی دی.
د کانونو وزارت غواړي چې د نړیوالو غوره پالیسیو، مقررو او پروسیجرونو په خپلولو سره ټولو منرالی او هایدروکاربنی سرچینو ته په پراختیا ورکولو کې د خصوصی سکتور د پانګونې په جلبولو کې داسې هڅوونکی او رهبری کوونکی رول تر سره کړي چې ټولنیز ارزښتونه او چاپیریالیزه ساتنه پکې په پام کې نیول شوې وي.
د کانونو وزارت مسؤولیت لري چې د منرالونو او هایدروکاربنونو په څیړنو، سپړنو، پراختیا او  استخراج کې پرمختګ یقیني کړي.  د کانونو وزارت همدا شان دنده لري چې د هیواد د منرالونو او هایدروبنونو له قوانینو، مقررو او پالیسیو سره سم د دغو سرچینو د راایستنې، انتقال او مارکیټنګ له حقونو څخه ساتنه وکړي.

نور

دمنرالونو احصائیه

سره زر مس اوسپنه اومه تیل
سره زر مس اوسپنه اومه تیل