پاڼه نشته.
زموږ نوي وېب پاڼه وڅېړئ
په زړه پورې دی (45%)
ښه (30%)
بد (25%)
۱۳۹۰ د مرغومي ۵مه
د افغانستان اسلامی جمهوریت د وزیرانو شورا نن د کانونو وزارت او د چین د تیلو او ګاز نړیوال شرکت (CNPCI)ترمنځ د آمو دریا حوزې د درې بلاکونو د اکتشاف، ویش او تولید تړون منظور کړ.
د موافقتپاڼې د شرایطو پر بنسټ، د چین د تیلو او ګاز نړیوال شرکت او د هغه افغان همکار (وطن د تیلواو ګاز شرکت) په یوه کال کې د تیلود تولید ژمنه کړې ده. هیله کیږي د CNPCIWCNPCI Watan Oil and Gas) Afghanistan Ltd) په نوم د هغو ګډ شرکت له یوې دریمې کمپنۍ سره چې له نړیوال شهرت څخه برخمنه وي د نفتی څاګانو د ازمویلو او د جیوفزیکي معلوماتو په راټولو کې په ګډه سره کار وکړي.
دا تړون د داوطلبۍ تر یوې پرانیستې او شفافه پروسې وروسته چې له منل شویو غوره نړیوالو معیارونو سره تر سره شوه، له CNPCIWکمپنۍ ته ورکړل شو، په د غه داوطلبۍ کې له څلورو سیالو کمپنیو څخه CNPCIتر ټولو پیاوړې داوطلب وګڼل شوه او د اړوند ټیم له خوا تر هر اړخیزې پراخې تخنیکی او اقتصادي ارزونې وروسته بریالې اعلان شوه. ددغې داوطلبۍ آفرونه د وزیرانو شورا ته تر وړاندې کولو مخکې د کانونو په برخه کې د وزیرانو د کمیټې له خوا بررسي شول.
«دا د افغانستان د پرمختګ په لار کې یو ستر ګام دی»دا ټکی د افغانستان د کانونو وزیر جلالتمآب وحیدالله شهرانی څرګند کړ. هغه زیاته کړه: «د افغانستان دولت دا قرارداد تر یوې پرانیستې او شفافه پروسې له ترسره کولو وروسته داسې یوې کمپنۍ ته ورکړچې د افغانستان دولت ته غوره ګټې وړاندې کوي. زه په بې صبرانه توګه ددغې پروژې تطبیق ته چې زموږ د هیواد د سرچینو د چټکې پراختیا او زرګونو تنو کار برابروي، سترګې پر لار یم. »
CNPCIWکمپنۍ په خپل آفر کې د ۱۵٪ رویالټۍ د ورکولو او په ۲۰۱۲ کال کې د تیلو د تولید ژمنه کړې ده. هیله کیږي چې نفتی میدانونه تخمیناْ د ۸۰ ملیونو بیرلو بالقوه زیرمو برسیره په ټولیزه توګه له ۸۰ ملیونو بیرلو څخه د زیاتو اومو تیلو درلودونکی وي چې په ۲۵ کلونو کې به را وایستل شي.
قرارداد کوونکې کمپنۍ مکلفیت لري چې په اکتشافی پروګرامونو کې د خپلو ژمنو د ترسره کولو په خاطر دولت ته لس ملیونه ډالره مالی تامینات ورکړي. هیله کیږي د آمو دریا په نفتی حوزو کې پانګونې سلګونو ملیونو ډالرو ته ورسیږی، او واټونو او نورو زیربناوو د بیا رغونې پروسې ته چټکتیا وبښي. د آمو دریا د نفتی حوزې داوطلبۍ هغه لومړنۍ داوطلبۍ ده چې هیله کیږي د افغانستان د تیلواو ګاز د سرچینو د پراختیا په اړه په کار واچول شی. د کارپوهانو په اند د افغانستان شمالی سیمې له ۱،۶ ملیاردو بیرلو څخه د زیاتو تیلو او ۱۶ تریلیون فوت مکعب څخه زیات طبیعی ګاز او ۵۰۰ ملیونه بیرله مایع ګاز لري.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.