د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې له فساد سره مبارزې د څار او ارزونې ادارې له کمېشرانو سره وکتل:

د 1397 کال د غويي میاشتې په ۲ مه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس د له فساد سره مبارزې د څار او ارزونې ادارې له کمېشنرانو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دې کتنه کې د یادې ادارې کمېشنرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له پاره د فساد زیانونو، د نویو پرمختګونو او چارو ارزونې په برخو کې معلومات وړاندې کړل، او زیاته یې کړه، چې ددې معلوماتو راپور اوسمهال تر کار لاندې دی او په جون میاشت کې به په عمومي کچه خپور شي.