اغلې نرګس نهان د ترکیې هیواد له سفیر سره وکتل

 

1397/2/12
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان د ترکیې هیواد له سفیر اوګژن ایرتوګرل سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو پخپلو خبرو کې د افغان تاجک پروژې په ستونزو او حل لارو چارو او له ترکي کمپنیو سره د کانونو د قراردادوانو په هکله خبرې وکړې، همدا ډول د ترکیې سفیر په دې برخه کې د ستونزو د حل له پاره په دوه اړخیزو همکاریو او مرستو ټینګار وکړ.