مطبوعاتی اعــــلامیه

د مزارشریف د برېښنا او سرې له فابریکې څخه د کیمیاوي سرو د پېرلو هوکړه‌ لیک د کرنې او کانونو وزارت ترمنځ لاسلیک شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې، پر بنسټ یې کرنې وزارت د کورنیو تولیداتو د ودې په پار د ۲۰۰ زرو بزګرانو د اړتیاوړ ۲۰ مټریک ټنه کیمیاوي سره د مزارشریف د سرې او برېښنا له فابریکې څخه چمتو کوي.

دغه هوکړه د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپسرته وزیره نرګس نهان ترمنځ لاسلیک شو.

د کرنې وزیر نصیر احمد دراني وویل: «د دې هوکړه لیک پر بنسټ دکرنې وزارت ۲۰ زره مټریک ټنه یوریا کیمیاوي سره پېري او د ۳۴ ولایتونو په ۳۵۶ ولسوالیو کې یې پر ۲۰۰ بزګرانو وېشي. د کرنې وزارت د پام وړ یوریا کیمیاوي سره ۴۰۰ زره کرنیزه ځمکه تر پوښښ لاندې راولي».

د دې سرو له پېرلو او په فیصدی سره پر بزګرانو له وېشلو څخه زمونږ موخه، د بزګرانو د ځواکمنتیا تر څنګ د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا هم ده.

همداراز ددې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره نرګس نهان وویل: «د کورنيو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه په ځانګړي ډول د مزارشریف د برېښنا اوسرې فابريکې د پیاوړتیا لپاره د کرنې وزارت له ژمنې او هلو ځلو مننه کوم، زمونږ موخه ددې فابریکي وده او پر ځان بساینه ده ترڅو یاده فابریکه هم وکولای شي چې، په ازاد بازار کې غښتلی او پراخ فعالیت وکړي.

دغه هوکړه لیک، د کانونو وزارت په دې مکلفوي چې، د یوریا  ښه کیفیت لرونکي کیمیاوي سرې هره ۵۰ کیلو یې بوجې په ۹۶۵ افغانیو د کرنې پر وزارت خرڅ کړي. کرنې وزارت هره بوجې د ۶۲۵ افغانیو په بدل کې چې، یوازې د اصلي بیې ۵۴.۷۴ سلنه جوړوي پر بزګرانو وېشي. د دغو سرو ۳۵.۲۴ سلنه لګښت د کرنې وزارت له خوا بزګرانو سره د مرستې په پار بخل شوې ده.

له کورني شرکت سره د کرنې وزارت د قرارداد موخه، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا ته زمینه برابرول ده. همداراز باید وویل شي چې، د یوریا سرو وېشل د بزګرانو د محصولاتو زیاتولو او کیمیاوي سرو ترویج ډېرولو ته زمینه برابروي.