د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې مېرمن نرګس نهان د امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل رسمي سفر

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې مېرمن نرګس نهان د امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل رسمي سفر په لړ کې نن له غرمې وروسته د نړیوال بانک له چارواکو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې په امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفارت مستشارې وزیر مختارې او شارژدافیرې مېرمن مدینې قاسمي او د سفارت اقتصادي مستشار ښاغلي فضل الرحمن فضلیار هم حضور درلود، د افغانستان د کانونو په سکټور کې د بهرنیو پانګونې د چارو او پرمختګ په اړه خبرې اترې وشوې.

مېرمن نهان د هېواد د کانونو په برخه کې د پرمختګونو او شته ننګونو په اړه د معلوماتو تر څنګ زیاته کړه:"د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت او د نړیوال بانک د تخنیکي ټيمونه د ګډو هڅو په پایله کې د کانونو او منرالونو پورې اړوند چارې په ښه توګه روان دي. په پام کې ده چې د همدې ګډو هڅو په پایله کې د هغو مهمو پروژو د پلې کولو په لاره کې چې لومړیتوب لري، مهم ګامونه واخیستل شي."
په دې لېدنه کې د نړیوال بانک چارواکو د افغانستان د کانونو او منرالونو په سکټور کې د پرمختګ او حقوقي او تخنیکي اصلاحاتو څخه د خوښي په څرګندولو، افغان پلاوي ته د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.