د کانونو د ساحو د بیا رغونې د تخنیکی پلټنې او تخنیکی کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو عملیاتی پلان د اروزنې غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې د کانونو وزارت د سرپرستې آغلې نرګس نهان په مشرۍ او د چاپیریال ساتنې د ملې ادارې، د ځمکو د ادارې، د پلازمینې د پراختیا زون د ادارې استازو او د کانونو وزارت یو شمیر رئیسانو په ګډون جوړه شوی وه، د کانونو د تخنیکی پلټنې د ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر محمد رحیم صمیم د جنوبي کوریا هیواد ته د خپل سفر په هکله مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې: د دغه سفر په لړ کې د جنوبي کوریا هیواد دولتي شرکت MIRECO او KOICA موافقه کړې وه تر څو د کانونو وزارت سره د کانونو د تخریب شوو ساحو د بیا رغونې او د دغه وزارت د تخنیکي کارکونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې همکاري وکړي. چې په همدې موخه یو عملیاتي پلان جوړ شوی وو او بحث پرې وشو. د غونډې په پای کې د کانونو سرپرستې وزیرې د کانونو د تخنیکی پلټنې د رئیس د سفر په لړ کې د هغه د لاسته راوړنو څخه د ملاتړ په څرګندولو سره، لارښوونه وکړه تر څو دغه عملیاتي پلان د بډاینې په موخه د اړونده ریاستونو سره شریک کړای شي او د کانونو او پټرولیم وزارت اړتیاوې په کې په پام کې ونیسي او تر بشپړیدو وروسته د جنوبي کوریا د هیواد اړونده ادارو سره شریک شي.