د افغان - تاجک کنسرسیوم غړو سره د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنکي معین لیدنه

محترم عنایت الله مومند د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکی معین د افغان تاجک نفتي حوزې ( دراگون آیل و ترکش پترولیم شرکتونو) سره شنبه 4 حوت 1397 په خپل کاري دفتر کې وکتل.

پدې لیدنه کې دواړو طرف افغان - تاجک د پروژې د پرمختګونواو د بودجې په اړه خبرې اترې وکړي. ډير ژر به نوموړئ کسنرسیوم خپل تخنکي تجهیزات او وسایل د افغان تاجک حوزې ته انتقال کړي. د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې شپیته میلونه ډالر دهایدروکاربن ( نفت او گاز ) د اکتشاف برخه کې په مصرف رسیږي.