د ټاپي پروژې پرمختګونو په اړه خبرې وشوي

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان د ټاپي لمیتډ رئیس ښاغلي مراد امانوف سره شنبه ۱۱ حوت۱۳۹۷ په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په یاده لیدنه کې دواړو لور د پروژې دعمل په پلان امنتي مسایلو، تړنونو، طرح او ډيزاین، انجنیری، چاپیریال ساتنې مطالعاتو اجتماعي او اقتصادي مسایلو او د پروژې په تخنکي اړخونو بحث درلود. دیادوني وړ ده چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې اړوند د ماین پاکۍ سروې، د ټولنیزو او چاپیریالي اغېزو سروې، د ځمکې د پلان جوړونې او استملاک سروې، جیوتخنیکي سروې او لیدر (بتیمتریک، توپوګرافي) سروې بشپړې شوې دي.