نرګس نهان په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

نېټه: 5/2/1397

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې اغلي نرگس نهان  په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي لیو جینسانګ سره پخپل کاري دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت او چین هیواد ترمنځ په ګډو همکاریو او له چینايي کمپنیو سره د شویو قراردادونو په اړه خبرې وشوې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې له یاد سفیر څخه د خپلو خبرو په ترڅ کې وغوښتل چې له چینايي کمپنیو سره مرسته او همکاري وکړي، څو د یادو قراردادونو کارونه نور هم  په سمه او  چټکه توګه پرمخ ولاړ شي.

په پای کې د چین سفیر ژمنه وکړه، چې په یاد برخه کې به له خپلو کمپینو او له وزارت سره په چارو کې خپلې مرستې دوامداره او ګړندۍ کړي.