د ولایتونو د همغږۍ ریاست

پېژندنه:

د ولایتونو د همغږۍ ریاست کاري اړتیاوو ته په کتو سره په ۱۳۹۰ کال کې د ۲۱ کارکوونکو په درلودلو سره د کانونو او پټرولیم وزارت په چوکاټ کې رامنځته او د تخنیکي معینیت تر څارنې لاندې یې خپل فعالیتونه پیل کړل.

دغه ریاست له وزارت سره د ولایتونو د ریاستونو او امریتونو د فعالیتونو همغږي کولو مسولیت په غاړه لري.

د ولایتونو د همغږۍ ریاست فعالیتونه:

·        د ریاستونو او امریتونو له لارې د ولایتونو د کانونو د فعالیتونو قانوني کول او جوړول.

·        د ټولو هغو ساختماني موادو د عوایدو راټولول چې د افرادو او اشخاصو له خوا په پراګنده ډول کارول کېدل.

·        په ولایتونو کې د اسانیتاو رامنځته کول، او د پانګوالو هڅونه، د ساختماني او معدني موادو د قراردادونو او پروتوکول په پړاوونو کې د صلاحیتونو ویش.

·        په ۲۰ ولایتونو کې د اداري ودانیو جوړول

·        د ۳۲ ریاستونو او امریتونو له پاره د نقلیه وسایطو برابرول.

·        په تخنیکي وسایلو سره د ولایتونو دکانونو د ریاستونو او امریتونو سمبالول

·        له شرکتونو او افرادو سره د ۱۸۲ قراردادونو په لاسلیک سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۷۵۸۸ تنو ته د کار زمینه برابرول.