د پټرولېم عمومي اداره ( ګاز او تېل)

 

د پټرولېم عمومي اداره په کال ۱۳۹۲ کال د کانونو او پټرولېم وزارت په چوکاټ کې د تېلو او ګازو عملیاتو د فني نظارت او مدیریت په موخه چې د قراردادي کمپینو له خوا ترسره کیږي رسماً رامنځته شو.

دغه ریاست د کانونو او پټرولېم وزارت له کلیدي او مهمو ریاستونو څخه ګڼل کېږي، چې د تېلو او ګازو د پرمختګ او ګټې اخیستنې په برخه  کې د کانونو او پټرولېم وزارت د سټراتیژیکو اهدافو چارې پرمخ وړي.

د ریاست موخې:

·         د ټولو هغو سیمو په هکله چې د تېلو او ګازو د راویستلو په برخه کې ورته پوره پاملرنه نه ده شوې د معلوماتو بشپړولو لپاره د یو لړ مقدماتي فعالیتونو ترسره کول.

·      د ګازو او تېلو لرونکو بلاکونو تشخیص، لومړیتوبونه او د مساعدو شرایطو په پام کې  نیولوسره یې خصوصي سکتورنو ته سپارل .

·      د قرارادادونو د موادو تطبیق او اهداقو ته د رسیدو په موخه د قراردادي کمپنیو د قراردادونو څارنه.

·      د تېلو او ګازو د قرارادادونو د غوره تنظیم په موخه د ویزې، د کار جواز او د کمپنیو د کارکوونکو لپاره د اخیستو د پروسې د ښه تنظیم په موخه د اسانیتاوو رامنځته کول.

·      د ګواښونو او زیانونو د مخنیوي په موخه د چاپیریال ساتنه او څارنه. 

·      د ۱۳۹۴ څخه د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ تر ورستیو پورې ځانګړي فعالیتونه او لاسته راوړنې. 

·          په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د افغان ــ تاجک د رسوبي حوزو د بلاکونو ګراویټي او منقاطیسي سروې د کنټرول او څارنه.

·          د امو سیند د رسوبي حوزې د قشقري کان د  نفتو د استخراج دوامداره نظارت .

·         د سلطان کوټ د ۱۶ کیلو مټره سړک د قیر، ډیزاین او مقدماتي سروې طرح چې د طی مراحلو لپاره ټول ګټو وزارت ته لیږل شوې او د سروې کار یې عملاً دوام لري. 

·         د دوه څاګانو کیندل شویو څاګانو په تخنیکي برخه کې چې چاري یې د اسیا پراختیايي بانک په  مرسته شوي همکاري .

·         د تیلو اوګازو د قراردادونو په تطبیق د نظارت ریاست د کاري طرز العملونو جوړول.

·          د TOR د تخنیکي پلان جوړول، د کټواز د رسوبي حوزې ایرو مقناطیسي او ګراویټي سروې تدارکاتي پلان جوړول، او د طی مراحلو لپاره د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې ته  استول.

·         د سرپل ولایت سیمه ییزو ستونزو پېژندل، د CNPCIW کمپنۍ ته استول او له ولایتي ارګانونو سره اړیکې.  

·         د غضنفر، دراګن ایل او ترکش پټرولېم ګروپ د کاري پلان او کنسرسیوم د بودیجې تحلیل. 

·         د هرات د رسوبي حوزې او کشکه سیمې د سایزمیک د تحقیقاتو تخنیکي پروپوزل جوړول.

·         د ظرفیت لوړونې په موخه ددې ریاست یو تن چین او یوولس تنه کار کوونکي د هندوستان هیواد ته استول

·         د کابل پولتخنیک پوهنتون د جیولوجي معادن پوهنځي د تیل او ګازو له ډیپارټمنټ سره د تیلو او ګازو د ګرافیکي او تیوریکي توکو مرسته، چې اوسهمال په جاپان هیواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا په پړاوونو کې زده کړې کوي.

·         لاسته راوړنې:

·         د امو سیند په پنځه نفتي ساحو کې  هایدروکارونونو د فعالیتونو بیاځلي پیل او د اومه تیلو تولید.

·          د قشقري تیلو له کان څخه د ۱۵۰۰ بیلرو خامو تیلو استخراج.

·         .له خواجه  گوگردک څخه د مزارشریف  برېښنا او سرې تر فابریکې پورې د موازي ګازو د پايپ لاینونو ۳۰ سلنه کار بشپړول.

·         په یتیم تاق سیمه کې د سلفرو د تصفیې د دستګاه جوړولو  چې اوسمهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او فعالیت کوي.

·         د د ګازو او تیلو د قراردادونو په تطبیق د نظارت ریاست ته د استخراج، انتقال او انالایز د اندازې په تړاو د ورځنیو او میاشتنیو راپورونو ورکول.

 د هر ې میاشتې په پای کې   تر استخراج لاندې څاګانو  د بیلګو اخیستل او لابراتوار ته سپارل.