د کوچنیو او حرفوي کانونو ریاست

هدف: د کوچنیو کانونو د پراختیا او ګټې اخیستنې په منظور د تخنیکی مشورو په برخه کې د وزارت له نورو ادارو سره همکاري، په مرکز او ولایتونو کې د سمینارونو جوړول او د روزنیزو پروګرامونو له پلې کولو څخه څارنه، له معدنکارۍ څخه څارنه او خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په منظور د کانونو رسمي کول، ددغه ریاست له دندو څخه ده.

 

د کوچنی او حرفوی معدنکارۍ ریاست پیژندنه:

د جامدو ګټورو موادو د کانونو د استخراج تصدۍ له پخوا څخه د کانو او پطرولیمو وزارت په چوکاټ کې موجوده وه، چې د وزیرانو شورا د ۱/۸/۱۳۸۹ نیټې د ۳۴مې ګڼې مصوبې پر بنست ددغې تصدۍ حقوقی شخصیت بدلون وموند او د کوچنیو او حرفوي معدنکارۍ د پراختیا ریاست په نامه په ۱۳۹۰ کال کې په دغه وزارت کې را څرګند شو.

دغه ریاست ۲۴ فني بستونه، ۹ اداري بستونه او د کمپیوټر کار، ډریور او خدماتي کارکوونو ۸ بستونه لري چې ۷ لوی مدیریتونه هم پکې شامل دي.  دغه ریاست دا لاندې دندې او صلاحیتونه لري:

د ظرفیتونو لوړول، د کوچنیو او حرفوي کانونو پیژندنه، رسمي کول، د تخنیکي اسنادو ارزونه (سایټ ویزیټونه) په مرکز او ولایتونو کې د کوچنۍ معدنکارۍ د روزنیزو پروګرامونو له پراختیا او پلې کولو څخه څارنه او کنترول او د حرفوي معدنکارۍ او د هغو د رسمي کولو له پروګرام څخه څارنه او بررسي.

په پورته برخو کې لاندې فعالیتونه تر سره شوي دي:

 

روزنیز پروګرامونه جوړول:

په دغه برخه کې د ۲۱ ولایتی ریاستونو له پاره ۳۸ روزنیز پروګرامونه په لار اچول شوي دي، او لازم روزنیز مواد په واک کې ورکړل شوي دي. همدا شان د پولې تخنیک، ګف کمپنۍ او مایداس پروې له هالکپرنوټو او بیلابیلو انټر نیټي سایټونو څخه په استفادې سره ۵۳ لکچر نوټونه برابر شوي دي.  

 

د خپل سرو کانونو پیژندنې برخه:

د ودانیزو موادو ۳۰۵، د  مرمرو ۵، د ډبرو سکرو ۲ او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ۸۰ خپل سره کانونه پیژندل شوي دي.  

 

د رسمي کولو برخه:

د ریاست د منسوبینو د هڅو په نتیجه کې د ودانیزو موادو ۷۳ ، د ډبرو سکرو ۲ او د مرمرو ۳ کانونه رسمي شوي دي، او همدا شان د سایټ ویزټ (د اسنادو تخنیکي ارزونې) د ترتیبولو په برخه کې په ټولیزه توګه ۲۳۳ ځله اجراآت ترسره شوي دي.