د جندر آمریت

هدف :

د کانو او پطرولیمو وزارت په چوکاټ کې د جندر آمریت د رامنځته کولو موخه د افغانستان د ښځو له پاره د ملي کاري پلان (نپوا) تطبیق ؤ چې بنسټیزه موخه یې د ښځو پیاوړي  کول او د ټولنیز جنسیت تساوی ده.

له ټولنیزې تساوي څخه هدف دا دی چې نارینه او ښځې له خپلو حقونو څخه ګټه واخلي او له پراختیایي امتیازاتو څخه په مساوي توګه برخمن شي، او هیڅکه له هغه کار څخه چې د یوه بشپړ او رضایت بښونکي ژوند له پاره مناسب، ښه او اړین وي منع نه شي. له بلې خوا، د ښځو د پیاوړتیا هدف له هغه وضعیت څخه عبارت دی چې هغوی د ژوند کنترول په خپل لاس کې واخیستلای شي او د هغه مسیر و ټاکي، خپلو وړتیاوو ته پراختیا ورکړي. څرګندې پریکړې وکړي، پر پروسو، میکانیزمونو او هغو پریکړو چې د هغو پر سوکالۍ او سلامتۍ  اغیز لري؛ نفوذ او مثبتې اغیزې ولرلای شي.  

 

د جندر آمریت پیژندنه:

د جندر آمریت دنده لري چې له ملي او نړیوالو ژمنو سره سم وزارت ته د تخنیکي آسانتیاوو په برابرولو کې همکار و اوسي او په جندر پورې اړوند پالیسیو او کړنلارو په جوړولو کې څارنه او لازمې مشورې ورکړي.

جندر آمریت د وزارت د کارکوونکو په روزنه او ظرفیت لوړولو کې د وزارت نژدې همکار دی چې د ښځو د پرمختګ په هکله د هر ډول روزنو او د دولت د ژمنو په اړه د بشري منابعو محترم ریاست ډاډمن کوي.

دغه آمریت مسؤولیت لري چې په خپلو تخنیکی همکاریو سره د کانو او پطرولیمو وزارت د پالیسیو په اجرا کولو او د جندر د تساوي پالیسۍ، د ظرفیت لوړولو له پاره د ښځو په ګوته کول او د وزارت له ریاستونو سره د همغږۍ په رامنځته کولو کې کار او فعالیت ولري.

د جنسیت پر بنسټ د معلوماتو او احصائیې په ثبت کې اغیزمنه همکارۍ او د اصلاحاتو د پروسې په اوږدو کې د ګومارنې په کمیټه کې د جندر د فعال ګډون ددغه آمریت له نورو دندو څخه ګڼل کیږي. همدا شان جندر آمریت د وزارت له نورو ریاستونو سره په تفاهم د ښځینه کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو او په فیصله کوونکو موقفونو کې ګډون ته د هغو هڅول او ور څخه ملاتړ کول ددغه ریاست دنده تشکیلوي.

دغه آمریت د روزنیزو پروګرامونو د پر مخ بیولو او تحصیلی بورسونو ته د ښځو معرفي کولو په خاطر د مالي مرستو، او د دونرانو د جلب او جذب په اړه تل هڅې کوي څو ښځې وکړای شي له لوړه زده کړو څخه برخمنې شي.

دغه آمریت په ۱۳۹۰ کال کې د ښځو چارو د  محترم وزارت د وړاندیز له مخې د کانو او پطرولیمو وزارت په تشکیلاتو کې د مالي او اداري معینیت په چوکاټ کې د آزادې سیالۍ له لارې خپل فعالیت پیل کړ، چې لاندې تشکیلات لري:

یو آمریت (۳ بست)، دوه کارپوهان (۴ بست) او یو امربر.

دغه آمریت د جیولوجۍ په لوی ریاست کې د یوه کاري دفتر په جوړولو سره د وزارت د محترم مقام د لارښوونې او د ښځو چارو وزارت د رسمي مکتوب پر بنسټ او په دغه ریاست کې د ښځو د شورا د لغو کیدو سره سم په ۱۳۹۲ کال کې خپل فعالیت پیل کړ.