د دفتر ریاست

څرنګه چې پوهېږئ په دولتي  ادارو کې  د دفتر ریاست له ځانګړي ځای او اهمیت څخه برخمن وي، او د یوې ادارې د ملا تیر جوړوي، د وزارت او نورو ذیصلاح چارواکو، دولتي ادارو، کورنۍ او بهرنیو موسسو او شخصي او خصوصي کمپنیو ترمنځ د یو ارتباطي پل حیثیت لري.

له بل پلوه دغه ریاست خپل ټول فعالیتونه مستقیماً د ادارې د لومړي کس تر څارنې او نظر لاندې پرمخ وړي، نو له دې امله د کانونو او پټرولېم وزارت د دفتر ریاست هم ددې وزارت یو کلیدي او اساسي ریاست ګڼل کیږي او لاندې دندې پرمخ وړي...

۱ ـ د احکامو، فرمانونو، مصوباتو او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ریاست د پریکړو خپرول او ویشل.

۲ ـ ټولو اړوندو ریاستونو ته د وزارت د مقام د لارښوونو او حکمونو رسول.

۳ ـ  د غوره اجرااتو په موخه د ټولو هغو اړمنو چارو د راپورونو ترلاسه کول چې د وزارت د مقام له خوا ریاستونو ته ورکول کیږي.

۴ ـ د ټولو اړوندو چارواکو او کارکوونکو د داخلي او بهرنیو سفرونو بشپړول چې د رسمي او کاري چارو له پاره سفرونه کوي.« د پاسپورټ تنظیم او ترتیب، د الوتنو ټکټونه او په سفر کې د نورو ستونزو حل د دې ریاست له مهمو مسولیتونو څخه دي.

که ددې ریاست شالید ته وګورو نو پوه به شو چې دې ریاست د لومړي ځل لپاره د ځانګړي قلم د عمومي مدیریت په چوکاټ کې خپل فعالیتونه پیل کړل او په ۱۳۶۳ کال کې یې د اړیکو او اسنادو ریاست ته ارتقا، او تراوسه پورې ددې وزارت په چوکاټ کې د دفتر ریاست په توګه فعالیت کوي.