مالي او حسابي ریاست

مالي او حسابي ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت په چوکاټ کې په کال ۱۳۹۰ کې رامنځته شو، دا ریاست مالي راپورونو، عادي انکشافي بودیجې، د تنخواګانو اجرا او د نورو مختلفو حسابي راکړې ورکړې چارې پرمخ وړي.

ددې ریاست په جوړښت کې ۲ امریتونه او ۵ کاري مدیریتونه فعالیت کوي.

د مالي او حسابي رئیس لنډه پېژندنه:

:عبالواحد جیهون د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د یاد ولایت په بهارستان عالي لیسه کې پای ته رسولي، او په ۱۳۸۵ کال کې یې د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ، او په لنډه مهال توګه یې د دنده پرمهال، په عامه اداره، ارشده رهبري، پروپوزل لیکنه، پالیسي جوړول، د ولایتونو د بودیجې جوړونې او نورو برخو کې زده کړې کړې دي او اوسمهال د ماسټرۍ پروګرام د دویم کال محصل دی.

هغه په مختلفو ادارو کې دندې ترسره کړي چې په لاندې ډول یې یادونه کوو.

د بهارستان لیسې ښوونکی، د بودیجي عمومي مدیر، د انکشافي پروژو د تدارکاتي او مالي پلانونو د برخې مسول، په پلان او پالیسي ریاست کې د یو غوره او ویښ غړی، د سټراتیژیک پلان جوړولو د کمیټې غړی او په کرنۍ او مالدارۍ وزارت کې د برنامو جوړولو فعال غړی و، اوسمهال د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او حسابي رئیس په توګه دنده پرمخ وړي.

د ۱۳۹۵ مالي کال لاسته راوړنې:

·         د نهه سوه شپږ اتیا اشاریه دوه میلونه افغانیو په اندازه عواید راټول او دولت په وارداتو کې شامل شوي دي.

·        له منظور شوې عادي بودیجې څخه 512.050.000) افغانۍ او له منظور شوې انکشافي بودیجې څخه 4.538.323.323) افغانۍ چې په ټوله کې ۴۷٪  کیږي د نافذه قوانینو سره سمه لګولې ده.

·         د ۱۳۹۶ کال مالي بودیجه طرح او په مالي وزارت کې ترې په بریالیتوب سره ننګه وشوه.

·         د ۱۳۹۶ کال مالي بودیجه ترتیب او عادلانه ډول د مرکز او ولایتونو ترمنځ وویشل شوه.

·         په خپل وخت د عادي او انکشافي بودیجي د پلان جوړول او پخپل وخت یې مالیې وزارت ته لیږل.

·         د ۱۳۹۴ کال د قطعیې برابرول او پخپل وخت یې اړوندو مراجعو او ادرسونو ته لیږل.

·         .د ۱۳۹۵ مالي کال د تنخواګانو د ډیټابیس جوړولو او ترې ګټه اخیستل.