د کانونو د تفتیش ریاست

لاسته راوړنې او فعالیتونه

یاد ریاست د کانونو د فني او تخنیکي نظارت په موخه او د کانونو د قانون د نهمې مادې پر بنسټ رامنځته شو، یاد ریاست له پیله ۷ فني بستونه درلودل چې اوس یې شمیر ۱۳۵ بستونه ته پورته او د د کانونو، ګازو، او تیلو د استخراج او فني کولو په برخه کې فعالیت کوي.

ځانګړې لاسته راوړنې:

·        د کانونو د چارو په عصري کولو کې عملي ګامونه.

·        د کانونو د  صحت، ایمني، او چاپیریال ساتنې د SHE معیارونو تطبیق چې اوسمهال په ډېرو هڅو سره په یو فرهنګ باندې بدل شوي دي.

·        په ګواښونکو کانونو کې د ژغورنې د ډلې او کیمټې رامنځته کول.

·        .په کانونو کې د پیښو او تحقیق د ارزونې د ډلې رامنځته  کول، کومې پیښې او ستونزې چې رامنځته کیږي یاده ډله یې د حل او پیژندلو له پاره له وړاندې چمتوالی نیسي.

·        په کانونو کې د رامنځته کیدونکو ستونزو لکه، د میتان ګاز چاودل، د سمي ګازو تولید، د تونل د چت رالویدل، ښوییدنې او زده کړو له پاره د ټرانسپورټ او نورو وسایلو د لارښود برابرول.

·        د کانونو تخنیکي او فني ۵۱۶۲ موارد بیاکتنه.

·        د کانونو اهمیت او ارزښت ته په کتو سر د هغوی د فعالیتونو د دوامداره نظارت په برخه کې د کانونو کارکوونکو په ۲۲۸ مواردو کې د فني مشورو ورکول.

·        د معدني موادو او کاڼو د استخراج تثبیت او محاسبه، هغه معدني مواد چې  زیات ایستل شوي تراوسه ورڅخه دولت ۱۳۰۶۴۱۷۸.۷۳۸ افغانیو څخه زیات عواید ترلاسه کړي دي.

·        د ۴۵۰ کسانو او شرکتونو په وسیله د ۱۴۱۰ زیاتو کانونو پیژندنه چې په غیرمعیاري او غیرقانوني ډول ترې ګټنه کیدله، او اوس یې ګڼ شمیرو ته رسیده ګي شوې ده.

·         په بامیانو کې د ډبرو سکرو د ۱۸۵ غیرمعیاري سوفونو تړل.

·         د سمنګان ولایت په صوف دره کې د ۸۹۸ سوفونو پېژندنه او معرفي چې د زورواکو تر ولکې لاندې وو.

·         د ۱۳۹۴ کال تر وروستیو پورې د فعالیتونو  لنډ شمېر.

 

 

شمېر

رسیده ګي

ماموریت ګډ

شمېر

راپورونه

مطالعې

د اوسیدو

چاپیریال

مطالعه تخنیکی

قراردادونه

چاودیدونکي توکي

زیات ایستل شوي

سیمه

5162

1048

649 ټوک

472 سیمې

468 دوسیه

118161.22

کیلوگرام

13064178.738

افغانۍ

2014

 

 

د ظرفیت جوړونې په برخه کې:

- د نړیوال بانک او د المان هیواد د GAF په مالي مرسته له دوه کلنو مسلکي زده کړو وروسته جنوبي افریقا او زمبیا هیوادونو ته د ۴۰ تنو مسلکي انجنیرانو لیږل.

د کانونو په برخه کې د زده کړو په موخه هندوستان هیواد ته د ۴۰ تنو لیږل.

د کانونو په برخه کې د مسلکي زده کړو په موخه چین ته د ۱۵ تنو لیږل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په موخه جاپان ته د ۸ تنو لیږل.

د مسلکي زده کړو په موخه د المان د GIZ په مالي مرسته په درې پړاوونو کې ایران ته د ۱۸ تنو لیږل.