د تدارکاتو ریاست

د تدارکاتو ریاست د کانونو او پټرو لیم وزرات په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته شو، د پخواني منل شوي تدارکاتي پلان له مخې د مرکزي اداراتو او دویم واحدونو اړتیاوې په یو معین او مشخص وخت کې د تدارکاتو د قوانینو او تګلارو په رڼا کې له طی مراحلو او د پروسې له نهايي کولو وروسته د فرمایش ورکونکو په واک کې ورکړل کیږي.

په ۱۳۹۵ مالي کال کې د تدارکاتو ریاست لاسته راوړنې:

 د کانونو او پټرولیم وزارت له مقام څخه د تدارکاتي پلان منظوري اخیستل او د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې ته یې لیږل.

 د (10342953) افغانیو په اندازه د توکو، خدماتو په برخو کې د دولس پروژو د تړونونو لاسلیک.

 په ولایتونو کې د تدارکاتو د مدیریتونو د درې پروژو د رغنیزو کارونو پای ته رسول او ګټې اخیستنې ته سپارل.

د (11885736.8) افغانیو په اندازه د فاریاب ولایت د کانونو ریاست له پاره د یو لس کوټې لرونکې ودانۍ جوړول.

 د(3984253)افغانیو په اندازه د هرات ولایت د شیدايي ریاست د ودانۍ نیم کار ترسره کول

د (17572279.8) افغانیو په اندازه د لوګر ولایت مس عینک بیځایه شویو ښارګوټي د جومات جوړولو او تدارک