د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

د کانونو او پټرولیم وزارت د نشراتو ر یاست سرپرست او ویاند عبدالقدیر مطفي لنډ ژوندلیک

ښاغلی عبدالقدیر مطفي د محمد یوسف زوی د ننګرهار ولایت په یوه روڼ اندې کورنې کې زیږیدلی دی.

عبدالقدیر مطفي د ښوونځي دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د اقتصاد( اداره او تجارت) په څانګه کې یي د لیسانس ترکچي خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.

ښاغلي مطفي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د هندوستان هیواد له نویډا نړیوال پوهنتون څخه  د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ، همدا ډول هغه د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د ډیلي په ایما پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې، نوموړي د ملګرو ملتونو انستیتیوت څخه دنړۍ پېژندنې په برخه کې هم د فراغت سند ترلاسه کړی دی.

عبدالقدیر مطفي تر دې وړاندې د هیواد په بیلابیلو خصوصي او دولتي ادارو کې دنده ترسره کړې چې په لنډه توګه یې یادونه کوو...

ښاغلي مطفي د هیواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره د مالي او اداري امر په توګه دنده پیل کړه، چې په ورته وخت کې نوموړی د یاد وزارت له خوا د المان له GIZ سره د استازي په توګه وټاکل شو.

نوموړي د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو  په انستیتوت  کې د  سیمه اییزو مطالعاتو د مسول په توګه دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان د صاداراتو د ترویج او نړیوالو بازارونو د پرمختګ شورا سلاکار.

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالو بازارونو او صادراتو د ودې په برخه کې  څېړونکي.

دغه راز هغه د افغانستان د اوبو رسولو په اداره کې هم دنده ترسره کړېده.

همدا ډول مطفي په مختلفو نړیوالو کنفرانسونو کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او سټراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت د استازي په توګه فعاله ونډه اخیستې ده.

ښاغلي مطفي د زده کړو پرمهال دوه ځلي د سرو زرو مډالونه اخیستي، د لومړي ځل له پاره یې په هیواد کې د غوره سیاسي فعال او د دویم ځل له پاره یې د ماسټرۍ پرمهال د نویدا پوهنتون په کچه د غوره محصل په توګه د سرو زرو مډال اخیستی دی.

عبدالقدیر مطفي د هیواد په بیلابیلو خصوصي پوهنتونو کې د استاد په توګه پاتې شوی دی.

 

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست:

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په ۱۳۴۵ کال د نشراتو د مدیریت په چوکاټ کې رامنځته شو، وروسته یې  په ۱۳۸۷ کال کې د امریت په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ.

په ۱۳۹۰ کال کې دوزارت اړتیاوو له مخې په ریاست بدل شو او تراوسه پورې د ۲۶ کسانو پرسونل په درلودلو سره خپل فعالیتونو د ریاست په چوکاټ کې په ریښتوني ډول پرمخ وړي.

 

د رامنځته کولو موخې:

د کانونو او پټرولېم وزارت د فعالیتونو، کړنلارو او لاسته راوړونو د انعکاس  او په نړېواله کچه له همکارو موسسو، مرسته کوونکو ادرسونو، د کانونو په چارو پورې اړوند سکتورونو، رسنیو، محققانو، پوهانو او پوهنتونو سره د اړیکو تامین.

د کانونو او پټرولیم وزارت د نوم  او اعتبار ساتل او لوړول، له وزارتونو او نورو ذیدخلو بهرنیو ادرسونو سره د اړیکوتامین اوپراخول.

 له بهرنیو همکارانو سره د سټراتیژي د تطبیق او طرحې په برخه کې د دوامداره اړیکو ساتل او د کانونو او پټرولیم وزارت له پالیسۍ سره سم  ټول فعالیتونواو لاسته راوړنو ترتیب او د ویبپاڼې، فیسبوک، مجلې، بینرونو او  نورو خپرونو له لارې د رسنیو او خلکو په واک ورکول.

دا ریاست د کانونو د سکتور اړوند ټول فعالیتونو لکه، منجمنټ، سروې، اقتصادي شننې، پرمختګ ګټه اخیستنې، د طبیعي سرچینو د استخراج قراردادونو، د طبیعي سرچینو د استخراج سوداګریزه ګټه، او نور... د خپرولو او منعکسول.

د وزارت د سمینارونو، مطبوعاتي کنفرانسونو له ټولو اړتیاو سره«، اجنډا، قلم، کتابچه، دوسیې، توغ، د راپورونو جوړول» د رسنیو له لارې خپرول. البته دا ټول فعالیتونه به د منل شویو لارو او طریقو له مخې پرمخ وړل کیږي.

 

 

 

د ویپاڼې په برخه کې:

د کانونو او پټرولېم وزارت د ۱۳۹۴ مالي کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو د راپور خپرول:

·        د افغانستان د طبیعي سرچینو د سټراتیژي د طرحې خپرول: 

·        اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ د افغانستان د ټولو اوسیدونکو د خبرولو په موخه د لاسلیک شویو قراردادونو د راپور خپرول.

·        د کانونو د قوانینو او مقرراتو خپرول.

·                د کانونو د ۱۷ پالیسیو خپرول.

·        د افغانستان د طبیعي سرچینو د سټراتیژۍ د طرحې خپرول.

همدا ډول د ادارې د فعالیتونو، د افغانستان په استخراجي صنایعو کې شفافیت (AEITI    ) د کانونو عواید او د افغانستان د استخراجي صنایعو ارقام، د کانونو مجلې، پریزینټیشن، جیولوجي، د چاپیریال فعالیتونه، د طبعي ګازو، د ډونرانو پروژه او د ادار ې او جیولوجي سروې راپورونه هم د وزارت د ویبپاڼې له لارې په پښتو، انګلیسي او  دري ژبو خپاره شوي دي.

 

د مطبوعاتو او نشراتو برخه:

·        په هرو درې میاشتو کې د کانونو د مجلې خپرول.

·        د خبرونو چاپ

·        د کانونو او پټرولېم وزارت څخه بهرنیو کټنګونو ته ځوابونه ورکول.

·        په کابل کې د ذیدخلو بنسټونو او ارتباطي کسانو سره د غونډو په لاره اچول.

·        د معلوماتي برېښنايي سیسټم رامنځته کول.

·        د رسنیو، کانونو مجلې، د انټرنیټي پاڼو او فیسبوک پاڼې له لارې د خلکو د ذهنونو د روښانولو په موخه د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو خپرول.

·        د مطبوعاتي غونډو جوړول، مرکو او خبري پوښښونو پرمخ وړل.

·        د مطبوعاتي اعلامیو خپرول.

·        د مطبوعاتو څارل.

·        د پخوانیو وزیرانو  او رهبري ډلې د انځورونو او معرفي کولو په موخه د چوکاټونو جوړول.

·        د غونډو د عکاسي او فلم اخیستنې ارشیف.

 

·        د عامه پوهاوي برخه:

·        په څلور زونونو کې د عامه پوهاوي کمپاینونه.

·        له بهرنیو بنسټونو  سره د څلورو معلوماتي غونډو جوړول.

په پلازمېنه او ولایتونو کې د قراردادونو د شفافیت او د کانونو د غیرقانوني استخراج  د مخنیوي په هکله د بنرونو او لوحو لګول.