د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې ژوند لیک

اغلې نرګس نهان د محمدرفیق لور د کابل ولایت عاشقان او عارفانو سیمې په یوه روڼ اندې کورنۍ کې زیږېدلې ده.

اغلې نهان د ښوونځي دوره په بریالیتوب سره پای ته رسولې او د  ادارې او سوداګرۍ په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې پورې زده کړې کړي دي.

 نهان تر دې وړاندې په مهمو دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي دي، چې له ځینو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو، د مالیې وزارت د خزانو رئیسه، په ادارې او مالي چارو کې  کابل پوهنتون مرستیاله، د پوهنې وزارت مالي او اداري ستره سلاکاره، د مرکزي بانک د عالي شورا غړې او همدا ډول د پلان جوړونې او همغږۍ په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت سره د سترې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده.

اغلې نهان وتوانیده چې په مالیې وزارت کې د کار کولو پرمهال د خزانو په ریاست کې لازم اصلاحات راولي، ددې اصلاحاتو له ډلې څخه د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه د عوایدو راټولول، د خزانو د واحد حساب جوړول، د فري بلانس سیسټم نښلول، له نړیوال بانک سره د میاشتنیو غونډو ترسره کول، د وزارتونو او خزانو ریاستونو همغږي کول، د حکومت د مالي سیسټم ډیجیټل کول، د کابیني غړو ته د عوایدو او لګښتونو د راپور وړاندې کول  او د مالیې وزارت له نورو چارو څخه څارنه کول دي.

نرګس نهان د پوهنې وزارت په پنځه کلن سټراتيزیک پلان جووړولو کې هم رغنده رول  لوبولی، ددې کار موخه، د اداري واحدونو جوړول، د بودیجوي پړاوونو بشپړول او د سټراتیژیک پلان د همغږي کولو لپاره د ریاستونو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت او د مختلفو پروګروامونو ترسره کول وه، همدا ډول په یاد وزارت کې د تشکیلاتو بیا کتنه، د شاوخوا۱۷۰۰۰ خیالي کارکوونکو په نښه کول او یادو کسانو نومونه له تشکیل څخه ویستل، د بانکي حسابونو له لارې د کارکوونکو تنخوا ورکول، په پړاویز ډول د پوهنې د بودیجې ترتیب او د تمویلي سرچینو راجلبلول ددې  پلان اساسي موخې وې.

اغلې نهان د ښوونکو د بیا شمیرنې په موخه یوه دوه میاشتنۍ سروې هم جوړه او مشري یې پخپله غاړه واخیستله، په دې سره یې د پوهنې وزارت ټول کارکوونکي تر خپل پوښښ لاندې راوستل او د کارکوونکو تنخواګانې هم په خپل وخت د هغوی بانکي حسابونو ته ولیږل شوې. تر وړاندې د کارکوونکو د شپږ میاشتو په تنخواګانو کې ځنډ راغلی وو، او له مالیې وزارت سره یې پریکړه وکړه، چې پوهنې وزارت ته ۱۲۵۰۰ بستونو ورکوي، ترڅو  د یاد وزارت  تشکیلات بشپړ او د پخوانیو خیالي کارکوونکو تشه ډکه شي.

همدا رانګه نوموړې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د ددې وزارت د ابتدايي بودیجې په ارزونه، مالي او تدارکاتي پلان جوړونه او ظرفیت لوړولو په برخو کې مرسته او د وزارت مشرتابه ته یې لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

اغلې نرګس نهان د ښځوا او ځوانانو د وضعیت د ښه والي، په ملي بهیرونو کې د هغوی ګډون، او سولې او ډیموکراسۍ لپاره یې د برابرۍ دفتر تاسیس کړی دی، چې اوسمهال د څېړنو او حقوق غوښتنې په برخو کې ګټور ګڼل کیږي، سربېره پردې اغلې نهان په افغانستان کې یوه تکړه مدني فعاله هم ده، چې په مختلفو ملي او نړیوالو غونډو کې یې د خلکو غږ او نظریات د مسول چارواکو تر غوږونو پورې رسولی دی.

نوموړې د هیواد په دننه او بهر کې د رهبري، قرادادونو مدیریرت، سټراتیژیک پلان جوړونې، او شخړو د حل په پرخه کې هم زده کړې کړې دي. ددې ټولو ترڅنګ اغلې نهان په مختلفو برخو کې، کنفرانسونه، ورکشاپونه، او غونډې په لاره اچولي ترڅو د خلکو او پالیسي جوړونکو ترمنځ اړیکې نورې هم غوره او د پیاوړي کېدو په حال کې شي. نوموړې بیلابیل کنفراسونه، ورکشاپونه، او ګردی میزونه په لاره اچولی ترڅود خلکو او پالیسی جوړونکو تر منځ  اړیکې نورې هم پیاوړې شي.په دې ترتیب اغلې نهان په سیمه اییزه کچه د ولسواکۍ د پراختیا لپاره له نړیوالو ټولنو سره یوځای کار کړی دی.