د کانونو او پترولیم وزارت په اړه

د افغانستان د اساسي قانون له نهمې مادې سره سم، د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د هیواد د کانونو او نورو طبیعي سرچینو مالکیت لري.

په همدې خاطر د کانو او پترولیمو وزارت د یوه کلیدي او سکتوري وزارت په توګه د منرالونو او هایدروکاربنونو د سپړنې، اکتشاف، پراختیا، استخراج او پروسس په اړه فعالیت لري او همدا شان د منرالونو  او هایدروکاربنونو له قانونونو سره سم د طبیعي سرچینو د مالکیت د ساتنې، حمل او نقل او بازار موندنې مسؤولیت هم ورپه غاړه دی.
د کانونو وزارت اوږد مهاله موخې له طبیعي سرچینو څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې، کار موندنې او د منرالونو او هایدروکاربنونو په سکتور کې د پانګونې د هڅونې او ددولت د عوایدو د کچې او وړتیا لوړولو په خاطر د یوې اغیزمنې ادارې رامنځته کول دي.
د منرالونو او هایدروکاربنونو په برخه کې د خصوصی سکتور د پانګونې ته د ودې ورکولو په خاطر د امریکا د جیولوجۍ سروې (USGS) سره یوه تړون لاسلیک شوی و څو د هیواد طبیعي سرچینې له فضا څخه (ریموت سنسنګ) عمومی سروې کړي. د امریکا د جیولوجۍ سروې د هغه هیواد د سمندري ځواکونو د څیړنیزو لابراتوارونو په همکارۍ د ۲۰۰۶ کال په اوړي کې هوایی جیوفزیک او ریموت سنسنګ عمومي سروې تر سره کړه.
له دغې سروې څخه ترلاسه شوي اطلاعات د منرالی ظواهرو په اړه لومړني معلومات وړاندې کړل او د خصوصي پانګونې د ودې زمینه یې برابره کړه او کولای شي خصوصی پانګوال د پانګونې لپاره وهڅوي او مرسته ورسره وکړي.
د کانونو وزارت د ۲۳۰۰ تنو په شاوخوا کې پرسونل لري چې محققین، او اداری، تخنیکی او مسلکي کارکوونکی پکې شامل دی.