د کانونو او پټرولیمو وزارت

د کانو او پترولیمو وزارت له خپل تاسیس څخه تر ننه پورې یوه اوږده لاره وهلې ده او بیلابیل نومونه یې تر شا پریښي دی، ځکه نو کله چې موږ ددغه وزارت تاریخ ته ګورو نو لیدل کیږي چې دغې ادارې د ملي اقتصاد وزارت په چوکاټ کې په بیلابیلو نومونو لکه د کانونو ماموریت، دکانونو مدیریت او د کانونو لوی مدیریت په نومونو فعالیت درلودی دی او بالاخره د محمد هاشم خان د صدارت په دوران په ۱۳۱۶ل کال کې د کانونو خپلواک ریاست په بڼه رامنځته شو.

د ریاست په دوران کې له ترلاسه شویو تجربو او د ریاست د فعالیتونو په پراخیدو سره او په اقتصادی ودې او ثبات کې د کانونو د بنسټیز رول په پام کې نیولو سره دولت د کانونو وزارت د رامنځته کولو پریکړه وکړه او په ۱۳۱۸ل کال کې د رحیم الله خان تر ادارې لاندې د کانونو وزارت رامنځته شو.

په ۱۳۱۸ کال کې تر جوړیدو وروسته د کانونو وزارت زیاتره کارونه د کلفګان د مالګې کان او د غوربند د کاجی خیلو د ډبرو سکرو کانونو استخراج او خرڅلاو وو چې په ښه توګه تر سره کیدل.

د کانونو وزارت د خپلو فعالیتونو په پیلولو سره د محدود شمیر کارپوهانو او انجنیرانو او محدودو اقتصادي او تخنیکي امکاناتو په درلودو د بهرنیو هیوادونو لکه امریکا، انګلستان، آلمان، فرانسې، شوروي اتحاد او چکسلواکیا په مرسته او همکارۍ عمده چارې تر سره کړې دي.

په افغانستان کې د جامدو کانونو ژورې، بنسټیزې او سیستماتیکې څیړنې د جیولوجۍ د سروې ریاست له جوړیدو وروسته او د جیولوجې د سروې د ساحوي ګروپونو له خوا تر سره شوې دي چې په ۷۰مه لسیزه کې ددغو ګروپونو شمیر ۲۷ ته ورسید.

د ۱۳۲۷ – ۱۳۳۰ کلونو ترمنځ غلام محمد شیرزاد ددغه وزارت چارې پرغاړه لرلې چې ورپسې په ۱۳۳۰ – ۱۳۳۲ کلونو کې محمد نعیم خان ضیایي د کانونو د وزیر په توګه وټاکل شو.

دوکتور محمد یوسف د ۱۳۳۲ – ۱۳۴۲ کلونو ترمنځ ددغه وزارت چارې پر غاړه درلودې، د دوکتور محمد یوسف لس کلن وزارت چې د محمد داود خان د صدارت په دوره کې د ملي اقتصاد وزارت د صنایعو برخه د کانونو له وزارت سره وتړل شوه او د کانو او صنایعو وزارت نوم  یې خپل کړ.

په ۱۳۴۲-۱۳۴۴ کلونو کې ډاکټر عبدالواحد سرابي چې همزمانه د پلان وزیر هم ؤ د یوې مودې له پاره د کانواو صنایعو وزارت سرپرستي پر غاړه درلوده خو په ۱۳۴۴ کال کې انجنیر عبدالسلام سلیم او ډیپلوم انجنیر غلام دستګیر هر یو په جلا زماني واټن کې ددغه وزارت چارې پر غاړه لرلې.

د طالبانو د حکومت تر ختمیدو او موقتې ادارې تر رامنځته کیدو پورې امان الله منصوری، انجنیر محمد حسین مسا، انجنیر محمد یعقوب لعلي، امان الله منصوري، عبدالقیوم وردک، عبدالتواب آصفي، ډاکټر نجیب  الله مسیر، ډیپلوم انجنیر محمد اسماعیل دانش، محمد اسحاق کاوه، ډیپلوم انجنیر عبدالصمد صلاح، مولوي احمد جان او ملا محمد عیسی آخند د کانو او صنایعو وزارت چارې سمبالولې.