تصدی ها

د شمال د ډبروسکرو تصدۍ:

تر هغې وروسته چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د کرکر او دودکش د ډبرو سکرو کانونه کشف شول، نو په سیمه کې د کانو او پطرولیمو وزارت په ډبروسکرو پورې  اړوند ادارې رامنځته شوې. د ډبروسکرو ادارې په لومړي سر کې ۳۰ تنه کارګران، ۱۱۱ تنه کارکوونکي، ۱۶۶۷ تنه قراردادیان او ۵ تنه چکسلواکیایي کارپوهان لرل.

دغه برخه ۳۹ کاله پخوا په قانوني توګه په یوه دولتي تصدۍ واړول شوه. د ملي پراختیا ستراتیژۍ سره سمه او د خصوصي سکتور تر رهبرۍ لاندې د پانګونې د هڅونې په خاطر د دولت له پالیسۍ څخه په پیروۍ د کرکر او دودکش د ډبروسکرو کانونه په ۲۰۰۶ کال کې خصوصي شول. ددغې تصدۍ نوی فصل په ۳۰۹ تنو کارګرانو پیل او یو کال وروسته د خپلو بستونو په زیاتولو سره پر یوه سوداګریزه تصدۍ واړول شوه.

د سرې او بریښنا فابریکه:

د یوریا سرې او حرارتي بریښنا د تولید یوه فابریکه ده. د یوریا کیمیاوي سرې د تولید کارخانه په ۱۹۶۶ کال او د بریښنا د تولید فابریکه په ۱۹۶۷ کال کې په ۴۸ میګاواټو تولیدي ظرفیت جوړه شوه. د بریښنا تولید د ۱۹۷۱ کال په پیل کې او د یوریا فابریکه  په ۱۹۷۴ کال کې په ۱۰۵۰۰۰ ټنو تولیدي ظرفیت پرانیستل شوه، دغه فعالیتونه د ۲۹۰۰ تنو کارکوونکو او ۴۵۰ بهرنیو کارپوهانو له خوا تر سره کیده.

دغه کمپلکس په ۱۹۷۷ کال کې د ۱۷،۲ ملیونو افغانیو په لګښت د یوې دولتي تصدۍ په بڼه بیا ورغول شوه. اوس دغه تصدۍ ۹۳۹ تنه رسمي کارکوونکي او ۱۵۱۲ تنه مامورین لري چې یوریا او حرارتي بریښنا  تولیدوي.

افغان ګاز تصدۍ:

د ګاز د اکتشاف، پراختیا، تولید او پروسس چارې تر سره کوي او مشتریانو ته طبیعي ګاز وړاندې کوي.   دغه تصدۍ په ۱۹۶۷ کال کې له خپله تاسیسه د طبیعي ګاز د تفحص او اکتشاف چارې پر مخ وړي. نوموړې تصدۍ د ۷۲ تنو رسمي کارکوونکو، ۴۲۱ اجیرو کارګرانو او ۱۱۹ تنو بهرنیو کارپوهانو په لرلو سره رامنځته شوې او د کانو او پطرولیمو وزارت دوهم واحد ګڼل کیږي.

په دغې تصدۍ پورې اړوند د خواجه ګوګردک تاسیسات دوه برخې لري چې یوه یې د ګاز د تولید ۳۹ او بله یې ۲۲ څاګانې لري. د ګاز تولید او پروسس په ۱۹۶۷ کال کې د ۱۷مې څاه په فعالیدو سره پیل شو چې د ګاز له یوه نل لیکې سره وتړل شول او یوه برخه یې شوروي اتحاد ته صادریدله.

اصلي تاسیسات:

په ۱۹۸۳ ز کال کې کله چې د افغانستان د ګاز تصدۍ په رسمي توګه پر یوه دولتي تصدۍ واړول شوه، دغې تصدۍ ۳۷،۱۴ میلیارده افغانۍ پانګه او (د رسمي کارکوونکو، قراردادیانو او بهرنیو کارپوهانو په ګډون) ۱۲۹۱ تنه کارکوونکي درلودل. نن دغه تصدۍ د ۱۰۸۸ کارکوونکو په درلودلو لاهم یوه تولیدي اداره ګڼل کیږي.