عینک

په لوګر ولایت کې چې تقریباً د کابل د سهیل او سهیل لویدیځ په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د عینک د مسو سیمه پرته ده. داغه سیمه د مسو د لرلو له امله د ډیرې پخوا زمانې راهیسې د خلکو د پام وړ وه. کیندنې او د زیات شمیر کندو او همدا شان ویلی شوی

کاني ډبرې چې د عینک په سیمه او دربند او جوهر ته نژدې کشف شوي دي، ددغه حقیقت څرګندونه کوي.

په ۱۹۷۴ کال کې روسی ځمکپوهانو د کابل حوزه تر کیندنو او نقشه اخیستلو لاندې ونیوله چې په پایله کې د عینک، دربند او جوهر د مسو ظواهر بیا کشف شول.  له ۱۹۷۴ نه تر ۱۹۷۶ او له ۱۹۷۸ نه تر ۱۹۸۹ پورې شوروي اتحاد دیوه جیولوجیکی ماموریت په ترڅ کې د عینک د مفصلو اکتشافاتو عملیات په لار واچول خو دا کار په ۱۹۸۹ کال کې د روسي سلاکارانو له وتلو وروسته ودرید او ورپسې جګړو هم د نور کار مخه ونیوله.

جیولوجی:

افغانستان د هندوپاکستان او آسیا په قشري طبقو کې پروت دی چې د همالیا غرونه یې احاطه کړي دی. دا هیواد د جیولوجۍ یوه پیچلې تاریخچه لري چې له کوچنیو ډبریزو طبقو یا بلاکونو څخه تشکیل شوی او نژدې ۲۵۰ ملیونه کاله پخوا د ګندوانا د لویې وچې له څنډو څخه بیل شوی دی. دا ډبریزې طبقې وروسته په متوالي توګه د آسیا لویې وچې په جنوبي څنډو کې رامنځته شوې دي. ګمان کیږي چې د کابل بلاک ددغو طبقو له یوه جز څخه دی چې د دوو ماتې شویو طبقو پواسطه احاطه شوی دی، په لویدیز کې د پغمان د ماتو شویو طبقو او په لویدیز کې د التیمور د ماتو شویو طبقو په واسطه.

دعینک جیولوجي:

ددغو ظواهرو جوړښت د عینک د انتیکلاین په واسطه ترسره شوی دی. انتیکلاین کوم تناسب نه لري او نژدې ۴ کیلو متره اوږدوالی او

۲،۵ کیلو متره پلنوالی لري. سهیل ختیځې څنډې  په تدریجي توګه سهیل ختیځ لور ته ننوتې دي خو سهیل لویدیځه څنډ‌ه یې زیات ژوروالی لري او په ځینو برخو کې د ۴۵ نه ۷۰ درجو پورې یې سهیلې خواته میلان موندلی دی.

د لویدیز پلو په وروستۍ برخه کې د مایلې سطحې تړل کیدل بې تناسبه دي. په دې ځای کې سهیلې څنډې اوښتې دي او محورې سطحه شمال او شمال ختیځ ته میلان لري. وروستیو بیلا بیلو ماتوشویو طبقو مجموعې د ځمکې ګونځې پرې کړې دي. تر ټولو پخوانۍ ډبره چې په سیمه کې څرګنده شوې ده، په آتشفشاني بڼې

پورې اړه لري چې له متغیرو ډبرو او امفیبولایتونو څخه ترکیب شوې او له کیندنو څخه په ترلاسه شویو نمونو کې موندل شوې دی. دا بڼه نیونه د پریړو رسوبي طبقو په واسطه پوښل شوې دي او د لوی خوړ جوړښټ یې رامنځته کړی دی. دغه جوړښتونه د ډولومیټ مرمرو، د کوارتز د پاڼو، او د کوارتز بایو تیتیتک ورقو دو

ره یی تسلسل دی چې د مسو منرالیزشن ته یې بستر جوړ کړی دی.

د  عینک په مرکزي سیمه کې د اکتشافي برمه کارۍ په لومړي پړاو کې اووه اصلی برخې په ګوته شوې. د لوی خوړ بڼه نیونه د ګلخامید اوریزو فلزي ډبرو له اسیتیک ته بازلیتک د بدلون په زمانې پورې اړه لری چې د ویندین کمبرین عصر سره اړیکه لري.

د ځمکې د ګونځو په پایله کې، د عینک د مسو کان په دوو کانونو

یعنی مرکزي عینک چې د انتیکلاین د ختیزی برخې په لاندینۍ څنډه کې او د عینک لویدیز چې په یوه تړلې سیمه کې د لویدیز په وروستۍ برخه کې پروت دی، ویشل شوی دی.