د بامیانو ولایت د کانونو ریاست

پېژندنه

د کانونو د پرمختګ او موثریت په برخه کې د اسانیتاوو رامنځته کولو په موخه د بامیانو د کانونو ریاست په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته شو، د تشکیلاتي جوړښت له پلوه د کاډستر عمومي  مدیریت، مالي او اداري، د کانونو تفتیش او جیوساینس مدیریتونو لرونکی دی، ددې ریاست د کارکوونکو شمیر ۱۹ کسان دي.

د بامیانو ولایت د کانونو رئیس ډیپلوم انجنیر حمیدالله لعلي پېژندنه

ښاغلی حمیدالله لعلی د محمد رسول زوی په ۱۳۵۰ کال د کابل ولایت په یوه روښانفکره کورنۍ کې زیږیدلی دی، نوموړي  د ښوونځي تر فراغت وروسته د کابل پولتخنیک انسټیتوت دد جامدو کانونو د استخراج په څانګه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

ښاغلي لعلي اتلس کاله د کانونو او پټرولیم وزارت په مربوطاتو کې دنده ترسره کړېده او اوسمهال د بامیانو ولایت د کانونو ریاست چارې پرمخ وړي.

د ۱۳۹۵ مالي کال لاسته راوړنې

د بامیانو ولایت په کچه د ګټورو معدني جیولوجیکي ساحو لکه( د ګچ تیږه، ښکلې تیږي، کارنیټ، ګچ او د ډبرو سکاره) مقدماتي سروې او د هغوی د راپورونو برابرول.

  •  د سیندونو د ریګ، د کانونو د ساختماني موادو او تیږو د ۲۸ ساحوي راپورونو جوړول.
  •  د نویو بستو سره سم د ساختماني موادو د حرفوي کانونو د ۲۸ قراراداونو لاسلیک چې  رغنیزې تیږي جغل او د سیندونو ریګ په کې شامل دي.
  •  په شرایطو برابرو افرادو او اشخاصو ته د کانونو له قوانینو سره سم د کانونو په برخه کې د کار کولو اجازه لیک ورکول.