د پروان ولایت د کانونو ریاست

پېژندنه

د کانونو په برخه کې د اسانیتاوو رامنځته کولو او د وزارت د اړتیاوو پر بنسټ د پروان ولایت د کانونو امریت په ۱۳۹۱ کال کې په ریاست بدل شو، یاد ریاست د تشکیلاتي جوړښت له پلوه د اجرائیه، د کانونو تفتیش، ډیټابیس او مالي او اداري مدیریتونه او ښوونکی لري چې د کارکوونکو شمیر یې ۲۳ تنو ته رسیږي.

د پروان ولایت د کانونو رئیس لنډه پېژندنه

ښاغلی انجنیر عبدالاحد اسد په ۱۳۵۱ کال د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار په یوه روښانفکره کورنۍ کې زیږیدلی دی.

په ۱۳۶۷ کال د مزارشریف ښار له باختر عالي لېسې څخه فارغ او  کابل پولي تخنیک پوهنتونو د جیولوجي او کانونو په پوهنځي کې شامل شو، او په ۱۳۷۷ کال کې د جامدو ګټورو موادو د پېژندنې او جیولوجي له ډيپارټمنټ څخه یې  ماسټرۍ ترکچې زده کړې بشپړې کړې، وروسته یې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د سروې او جیولوجي عمومي ریاست د ډبرو سکارو د انجنیرانو د سرمشر په توګه وټاکل شو، دیارلس کاله یې د افغانستان د کانونو د سروې په ریاست کې کار وکړ، هغه په کال ۱۳۹۱ کې د پروان ولایت د کانونو ریاست د رئيس په توګه وټاکل شو.

 

لاسته راوړنې

  • په پروان ولایت کې د کانونو او ساختماني موادو د غیرقانوني استخراج مخنیوی او د ټولو معدني موادو د استخراج قانوني کول.
  •  د پخوا په پرتله د دولت د عوایدو زیاتوالی.
  •  د سینکاري معدني کاڼو د ۴ ظواهرو کشف( رخام او مرمر کاڼي)
  • د تراورتین کاڼو د استخراج له پاره اجازه لیک جوړول.
  • د پروان ولایت په ریاست کې د معیاري دفترونو جوړول.
  •  د انتي مونټ معدني ظواهرو تثبیت( رانجه)
  •  د تنتالیم معدني ظواهرو تثبیت، د هغوی د مقدماتي راپورونو جوړول او د سمې پېژندنې له پاره یې سروې او جیولوجي ریاست ته استول.
  •  په پروان کې د کلسیټ، د تالک کاڼي او د اوسپنې پولي میتال معدني منرالونو تثبیت.
  •  د مرمرو د معدني ظواهرو تثبیت او د ښې پېژندنې له پاره یې مقدماتي راپورونه د سروي او جیولوجي عمومي ریاست ته استول.