د پکتیا کانونو ریاست

 

پېژندنه

د ولایتونو د کانونو په ریاست کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د پکتیا د کانونو ریاست په ۱۳۹۰ کال کې له امریت څخه په ریاست بدل شو د تشکیلاتي جوړښت له پلوه ۷ مدیریتونه او ۱۵ تنه کارکوونکي لري.

د پکتیا د کانونو رئیس لنډه پېژندنه

ډيپلوم انجنیر غوث الدین په ۱۳۴۱ کال کې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې زیږیدلی دی، د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته یې د غیرعضوي کیمیا له ټنکالوژۍ څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

هغه د لومړي ځل له پاره د سروې جیولوجي د لوی مدیریت  لابراتوار د انجنیر په توګه وټاکل شو، وروسته د خوست د کانونو د امریت د انجنیر، د کانونو د استخراج د تصدۍ امر، د ننګرهار ولایت د کانونو امر، د تخار د نورابه سرو زرو کان، د پکتیا د کانونو امر په توګه دندې ترسره کړي دي، او له هغه وروسته د ازادې سیالۍ له لارې د پکتیا ولایت د کانونو د رئیس په توګه وټاکل شو.

لاسته راوړنې:

 

  •  د شنې ژورې احمداباد ولسوالۍ د کرومایټو مقدماتي سروې او بیلګې اخیستنې.
  •  د مچلغو د معدني مسو ظواهر.
  •  د حاجي اریوب ولسوالۍ د معدني تالک پېژندنه.
  •   د جانیخیل منګل ولسوالۍ د معدنیاتو پېژندنه.
  •  د زرمت ولسوالۍ د ډبرو سکارو معدني پېژندنه.
  • د لجه منګل معدني کرومایټو پېژندنه.
  • د څمکنیو ولسوالۍ د معدني کرومایټو پېژنه.
  •  د ډنډه پټان ولسوالۍ د قیمتي معدني کرومایټو پېژندنه.
  •  د پکتیا ولایت د کانونو ریاست د ادارۍي ودانۍ رغول.