د پنجشیر د کانونو ریاست

پېژندنه

په کانونو کې د فعالیتونو  د قانوني کولو، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د سمې څارنې او کنټرول، د دولت د عوایدو او اصطلاحاتو د رامنځته کولو په موخه یاد ریاست په ۱۳۹۱ کال کې رامنځته شو.

د پنجشیر د کانونو رئیس لنډه پېژندنه

انجنیر عبدالباري رحیمي په ۱۳۶۶ کال په پنجشیر ولایت کې زیږیدلی دی.

نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل په غلام حیدرخان لېسه کې پای ته ورسولې او له کابل پوهنتون څخه یې د ځمک پېژندنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ.هغه د پنجشیر د کانونو امریت د استخراج ، د وزارت د کانونو د استخراج او د پنجشیر دکانونو په ریاست کې پوره تجربه لري.

لاسته راوړنې :

  • د ازادې سیالۍ له لارې د یاد ریاست د ۱۸ بستونو بشپړول.
  • د څښاک اوبو یوې څاه کيندنه.
  • د  د کانونو د ریاست او ایټالوي انجنیرانو  په وسیله د یاد ولایت د مرمرو کان سروې ترسره کول.
  • د پریان ولسوالۍ د فلز کان( سره او سپین زر) د سروې د کارونو څارنه.
  • د حصه اول ولسوالۍ د زمرودو د کان د سروې نظارت او نقشه جوړول.
  • د زمرودو د کانونو کارکوونکو ته د درې قطعې جواز لیک ورکول.
  • د کانونو د پېژندنې او سروې له پاره د ۷ ولسوالیو له پاره د ګروپونو جوړول.
  • د یاد ولایت د کانونو د خپلو سرو فعالیتونو مخنیوی.
  • د کانونو د مسلکي استخراج په موخه د تخنیکي ورکشاپونو او لنډ مهال برنامو په لار اچول.
  • په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو د کان د رسمي کولو د پروسې پیل .