د سرپل ولایت د کانونو ریاست

پېژندنه

د کانونو د چارو او په دې برخه کې د پروژو د ښه نظارت په موخه یاد ریاست په ۱۳۹۰ کال کې د ولایتونو د همغږۍ ریاست په چوکاټ کې رامنځته شو.

د تشکیلاتي جوړښت له پلوه د کادستر، د منرالونو د جیولوجسټ جواز ورکول، تفتیش، مالي او اداري او اجرائیه مدیریتونه لري او د کارکوونکو شمیر یې ۱۱ تنه دي.

د سرپل د کانونو رئیس پېژندنه

انجنیر عبدالسلام مطیع په ۱۳۴۰ کال کې په سرپل ولایت کې زیږیدلی دی، د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته د چک هیواد په پوهنتون کې شامل شو، چې په ۱۳۶۳ ــ ۱۳۶۹ پورې له یاد پوهنتون څخه د ځمک پېژندنې په برخه کې د ماسټرۍ د فراغت سند ترلاسه کړ، هغه د خپلې کاري دورې په لړ کې د سایز میکي او ژورتیا او د زماني مقاطعو د تعبیر او تفسیر، د شمال په ګازو او تیلو کې د جیوفزیکي، او په شبرغان کې د تیلو د استخراج په برخو کې پوره تجربه لري، او له ۱۳۹۲ کال راپه دیخوا د یاد ولایت د رئیس په توګه دنده پرمخ وړي.

لاسته راوړنې

  • د انګیشکه سیمې د خاورې لرونکي جغل ۳۰۰۰ متر مکعبه قرارداد لاسلیک.
  • د معدني موادو د (471969) افغانیو په اندازه د عوایدو راټولول
  • د ۳۰۰ مترمکعبو په اندازه د انګیشکه  خاورې لرونکي جغل ډله بندي.
  • د کوهستاني ولسوالۍ د غزبه انه او تخاګرد د ډبرو سکارو د مقدماتي سروې ډله بندي او ویش.
  •  د اسیااباد او انګیشکه سیمو د خاورې لرونکي جغل د ساختماني مواد د دوه اجازه لیک صدور.
  • د G.P.S  به روزنیزو پروګرامونو کې د کارکوونکو ګډون چې دغه پروګرامونه د کانونو وزارت د سروې او جیولوجي ریاست له خوا په لاره اچول شوي وو.
  • د ګواښښونو د تحقیق او ارزونې په موخه د روزونکي ټاکنه ترڅو د قراردادونو سم مدیریت وشي.