د کندز ولایت د کانونوریاست

د ریاست پېژندنه

د کانونو برخې د غوره نظارت، د غیرقانوني استخراج او د کانونو په برخه کې د ښو طرحو او پلانونو د جوړولو په موخه د کندوز ولایت د کانونو ریاست په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته او په فعالیتونو پیل وکړ.

د کندوز د کانونو رئیس لنډه پېژندنه

میرزامحمد سلطاني د سلطان محمد زوی د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په جنګل باشی کلي کې زیږیدلی دی، د ښوونځي دوره یې په کابل حبیبیه لېسه کې پای ته رسولې او د کابل پولتخنیک پوهنتون د جامد ګټورو مواد د استخراج په څانګه کې یې له یاد پوهنتون څخه د ماسټرۍ ترکچې د فراغت سند ترلاسه کړ.

له ۱۳۷۰ کال راپه دیخوا یې په مختلفو بستونو کې لکه، د کانونو د عمومي پلان مدیریت د کانونو د استخراج د تصدۍ ریاست، د کانونو د استخراج په عمومي مدیریت، د تخنیک مدیریت او د رغنیزو توکو په مدیریت کې دندې ترسره کړې دی، او په ۱۳۹۰ کال کې د کندوز ولایت د کانونو رئیس په توګه وټاکل شو

د ۱۳۹۵ کال لاسته راوړنې

  • دخان اباد ولسوالۍ د سیندونو د جغل زر متر مکعبه د قرارداد لاسلیک.
  •  د یو کال له پاره د خاکني سیمې د چک پاینټونو د عوایدو راټولولو د قرارداد لاسلیک.
  •   د کندوز ولایت د کانونو ریاست د اداري ودانۍ رغول له ټولو تجهیزاتو سره.