د بغلان ولایت د کانونو ریاست

د کانونو د پروژو د غوره تطبیق په موخه یاد ریاست د جمهوري ریاست د (7780)  حکم پر بنسټ په ۲۱/۱۲/۱۳۹۱ نېټه  رامنځته او خپل  فعالیتونه پیل کړل.

د بغلان د کانونو رئیس ډیپلوم انجنیر شاه محمود فیض زاده پېژندنه

ډيپلوم انجنیر شاه محمود فیض زاده د استاد فیض محمد خان زوی په ۱۳۶۶ کال د بغلان ولایت په بنواندراب ولسوالۍ کې زیږیدلی دی، هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې  د بنواندارب په ښوونځي کې بشپړې کړي او د لیسې دوره یې د بلخ په مزار شریف ښار کې پای ته ورسوله او وروسته یې د کابل پولتخنیک پوهنتون د جیولوجي پوهنځي ته لار پیداکړه، له فراغت وروسته د ازادې سیالۍ له لارې د شمال زون د کانونو د تخنیکي تفتیش د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ۱۳۹۵ کال لاسته راوړنې

  •  له متقاضیانو  سره د ۵۰۰۰ مترمکعبه په حجم د رغنیزو توکو د ۱۱ قراردادونو لاسلیک.
  •  د بنواندراب ولسوالۍ د کج ګرد په سیمه کې د ۳۵۰۰ متر مکعبه حجم په اندازه  د سړک جوړونې له شرکتونو سره د یوکال له پاره د قرارداد لاسلیکول.
  •  د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې له متقاضي افرادو اشخاصو سره د دوه کلونو له پاره د ۲۸۰۰۰مترمکعبه په حجم د قرارداد لاسلیک.
  •  په پلخمري او مرکزي بغلان په سیمو کې د ۱۱۰۰۰مترمکعبه په اندازه د قرارداد لاسلیک.
  •   د خواجه زید ولسوالۍ د مرمرو کاڼو د سیمو اعلان ته  ورکول، او په ۱۳۹۳ کال کې یې  د شرط نامې ویش چې د قرارداد د بستو د نشتون له امله تراوسه پورې په خپل حال پاتې دی.
  •  سروې او جیولوجي محترم ریاست ته د انالیز، تجزیې او تحلیل په موخه د منرالي کاڼو د بېلګو استول.
  •  د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د سرپنتین معدني کاڼو د مقدماتي سروې ترسره کول  او غیرقانوني استخراج مخنیوی.
  •   په بغلان ولایت کې د معدني کاڼو د غیرقانوني استخراج او انتقال مخنیوی او د شیندره او چنارک ولسوالیو د ډبرو سکارو معیاري او سټنډرډ کول.