د میدان وردګو د کانونو ریاست

د میدان وردګو د کانونو رئیس انجنیر افضل الباري بلوچ لنډه پېژندنه

انجنیر فضل الباري بلوچ په ۱۳۵۶ کال د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ د قولک په کلي کې زیږیدلی دی، ښاغلي بلوچ د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته د کابل پوهنتون په ځمک پېژندنه پوهنخي کې شامل او په ۱۳۸۹ کال کې یې د جیولوجي او معدن له څانګې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ، د لومړي ځل له پاره یې په کانونو وزارت کې دنده پیل کړه او ددې وزارت په مختلفو ادارو کې یې دنده ترسره کړېده، او په ۱۳۹۰ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د میدان وردګو ولایت د کانونو رئیس په توګه وټاکل شو.

د میدان وردګو د کانونو ریاست پېژندنه:

د میدان وردګو د کانونو ریاست د جمهوري ریاست د ۴۵ فرمان په اساس په ۱۳۹۰ کال کې له امریت څخه په ریاست بدل شو، او شل تنه کارکونکي په کې فعالیتونه کوي.

لاسته راوړنې:

  •  ددې ولایت په مختلفو ولسوالیو په پنځه سیمو کې د رخام، ګچ او مرمر ګاڼو مقدماتي سروې ترسره کول.
  • د پینځه منرالي زیرمو ارزونه او سروې ترسره کول.
  •  په ۱۳۹۵ مالي کال کې د 7849.305) ټنو په اندازه د مرمرو، د 8883.975) ټنو په اندازه د ګچ کاڼي د قراردادیانو په وسیله لیږدول شوي او  رویالیټي یې هم د دولت حساب ته تللي دي.
  •  په قراردادي شرکتونو پورې اړوند د حصه اول  ولسوالۍ د تنګي او اوني کوتل د مرمر کاڼو د استخراج د پروې سمه څارنه او کنټرول.
  •  په قراردادي شرکتونو پورې اړوند د دیمیرداد ولسوالۍ د فولاد ګچ کاڼو د استخراج د پروې نظارت او څارنه.