د تخار ولایت د کانونو ریاست

پېژندنه د کانونو په پرخه کې د عوایدو د زیاتوالي په موخه د تخار د کانونو ریاست په ۱۳۹۰ کال کې د جامدو کانونو د استخراج د تصدۍ له امریت څخه په ریاست بدل شو او د شل تنه کارکوونکو په درلودلو سره خپل فعالیتونه پرمخ وړي.

د تخار ولایت د کانونو رئیس لنډه پېژندنه:

ښاغلی انجنیر فدامحمد تاشي په ۱۳۶۴ کال کې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې زیږیدلی دی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د تخار ولایت په مرکز د ابوعثمان تالقاني په لیسه کې پای ته ورسولې، او په ۱۳۸۳ کال کې د بلخ پوهنتون په انجنیري پوهنځي کې شامل او په ۱۳۸۸ کال کې له یاد پوهنځي څخه د لیسانس په کچه فارغ شو، په ۱۳۸۹ کال کې د جامدو کانونو د استخراج د تصدۍ په امریت کې دنده ترسره کړه او وروسته په ۱۳۹۱ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د تخار ولایت د کانونو رئیس په توګه وټاکل شو.

د ۱۳۹۵ کال لاسته راوړنې

  •  د کانونو او پټرولیم وزارت له تګلارو سره سم د نورابه سرو زرو، د تاقچه خانې مالګې، د کلفګان مالګې، د لته بند مالګې او د ګزستان د ډبرو سکارو سمه څارنه او نظارت چې ترلاسه شوې پایلې یې (4894646)  افغانۍ شوې او د دولت په عواید زیاتې شوې.
  • د رغنیزو توکو د درې قراردادونو منظوري.
  • د پینځه معدني ظواهرو بیلګې اخیستنه او څرنګوالي د تثبیت له پاره یې سروې او جیولجي ریاست ته استول، په دې کې د چال ولسوالۍ لاجورد، د ورسج ولسوالۍ سرپینتین او د ورسج ولسوالۍ مرمر شامل وو.
  • په کلفګان کان د مالګې فابریکې د جوړولو د پروسې سم نظار چې ټول لګښت یې  3500000) افغانۍ وه.