دپکتیکا ولایت دکانونوریاست

 

دپکتیکا ولایت کانونوریاست لنډراپوراوپیژندنه

 

دپکتیکا ولایت دکانونوریاست لنډه پیژندنه:

دپکتیکا ولایت کانونو ریاست په ۱۳۹۰ کال کی  منظورشو اوپه ۱۳۹۲ کال کی یی په کار رسما پیل وکړ.

 

د رئیس ژوند لیک:

انجینر نقیب الله د۱۳۵۵ کال د وردګو ولایت دچک ولسوالی کی زیږیدلی، اود کابل،پولیتخنیک فوق لیسانس د نفت اوګازڅانګه فارغ شوی دی .دپکتیکا ولایت دکلیوپراختیا اوبیارغونی په ریاست کی دحفظ الصحه مدیر، دآزادی سیالی له لاری آمراودنظارت کوونکی انجنیر په توګه IRD/USAID په موسیسه کی دنده اجرا کړی ده. اوس مهال دپکتیکا ولایت دکانونوریس په توگه دنده اجرا کوی.

   

د۱۳۹۵ مالی کلنی کړنی:

  • دپکتیکا ولایت له مختلفوبرخو څخه (۱۱) ‌ډوله کانی ظواهرترلاسه شویدی دسروی جیولوجی محترم ریاست له لوری تر تحلیل اوتجزیی وروسته دکانونوریاست په واک کی قرارلری.
  • دخپل سری اوغیر قانونی کان کیندنی، لیږدونی، اوګټه اخیستنی دمخنیوی او رویالیټی دورکړی په اړوندمو دولایت دپکتیکا ولایت اړونده (۲) جیولوجیکی نقشی، (۱) تخته توپوګرافی نقشه او یوه تخته دافغانستان جیولوجیکی عمومی نقشه دولایاتودهمغږی محترم ریاست په همکاری دکانونوریاست له لوری ترلاسه شوی او را لیږدول شویدی.