د خوست ولایت دکانونود ریاست

 د خوست ولایت دکانونود ریاست لنده پیژندنه:

دخوست ولایت د کانونو ریاست  د ۱۳۸۹کال کې ایجاد شوی دی چه عمده وظایف ئې د کانونو کنترول،مراقبت او مدیریت کارونه دي، چې البته د کانونو او پترولیم وزارت د استراتیژی او پالیسۍ مطابق د معدنکارۍ فعالیتونه (تفحص،اکتشاف او ګټه اخیستنه) تنظیموي د کانونو د قانون مطابق د دولت د اقتصاد او عوایدو لوړوالی لپاره ګټور خدمات ټولنې ته وړاندې کوي.

 

درییس ژوند لیک:

ښاغلی ډیپلوم انجنیرلایق محمد د خوست ولایت د شمل اوسیدونکی چې په ۱۳۴۲هـ ش کال زیژیدلی

چې لوړې زده کړې یې د ماسترې په سویه د اوکراین جمهوریت د دنیسک په پولیتخنیک کې د اقتصاد انجنیري معادن او صنایع په رشته کې په ۱۳۶۶ کال کې بشپړې کړي دي. نوموړي په همدې کال کې د کانونو وزارت د جیولوجی ریاست د پلان په شعبه کې تقرر حاصل کړ، وروسته له عسکري مکلفیت له دورې بیرته خپلې دندی ته راستون شو.

او د خوست ولایت د کانونو رئیس په توګه  په ۱۳۸۳ کال کې مقرر شو، چې تراوسه یې همدا مسولیت پر غاړه دی.

لاسته راو‌ْ‌‌‌ٌّرني:

1.     د ساختمانی موادو لکه ریګ،جغل او ودانیزو ډبرو (۹) قراردادونه د نوي طرزالعمل مطابق په کار اچول شوي دي چې جمله عواید د یوه کال تقریباً تر یو میلیون افغانیو پورې رسیږی.

2.     د خوست ولایت د کانونو ریاست د مراقبت او تفتیش ټیم او امنیتي ارګانونو د هلو ځلو په نتیجه کې د څو کالو راهیسې د کانونو په خپل سر کندنې بالکل بندی شوی دي .