د کابل د کانونو ریاست

د کابل د کانونو ریاست په ۱۳۹۲ کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت په چوکاټ کې رامنځته شو، یا ریاست د عوایدو راټولو مدیریتونو، تفتیش، مالي او اداري او اجرائیه مدیرت لرونکی دی.

د کابل د کانونو رئیس لنډه پېژندنه:

ډيپلوم انجنیر نجیب الله د میدان وردګو ولایت بندچک ولسوالۍ په یوه روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلی دی،  ښوونځي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په کابل کې پای ته رسول ي او وروستنۍ زده کړې یې د میدان وردګو ولایت په عمرفاروق لېسه کې پای ته رسولې دي. په ۱۳۸۱ کال کې د کابل په پول تنخنیک پوهنتون کې شامل او له یاد پوهنتون څخه یې په ۱۳۹۶ کال کې د ګازو او تیلو د استخراج په برخه کې د لیسانس په کچه د فراغت سند ترلاسه کړ.

له فراغت وروسته له ۱۳۸۷ کال څخه ۱۳۹۲ پورې د ظرفیت لوړونې او تفتیش ریاست د غړي په توګه په کانونو او پټرولیم وزارت کې دنده ترسره کړې ده او له ۱۳۹۲ کال څخه راپه دیخوا د کابل د کانونو رئیس په توګه کار او دنده پرمخ وړي.

په ۱۳۹۵ کال کې د کابل د کانونو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې

  •  د ۶۰ ریګریشنونو او خپلسرو تیږو ایستلو په نښه کول، امنیتي ارګانونو ته یې ورپېژندل ترڅو له د غیرقانوني استخراج مخه ونیول شي.
  •  د کابل په بیلابیلو سیمو کې له خصوصي شرکتونو سره په ۱۳۹۵ کال کې د ۲۴ تړونونو لاسلیک، چې له ډلې څخه یې ۱۱ قراردادونه د وزارت له خوا منظور او ۱۳ نور یې د منظوري له پاره وزارت ته استول شوي دي.
  • همدا ډول د ۱۳۹۵ کال کي د کابل د کانونو ریاست  (33562992) افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته وسپارلې.