د هرات د کانونو ریاست

پېژندنه

د کانونو د عوایدو لوړولو او په قراردادونو کې د شفافیت او د پانګوالو د راجلبولو په موخه یاد ریاست په ۱۳۹۱ کال کې رامنځته  او د ۴۰ کارکوونکو په درلودلو سره یې خپل فعالیتونه پیل کړل.

دغه ریاست د تشکیلاتي جوړښت له پلوه ۹ عمومي مدیریتونه لري، ( د GIS، تفتیش، جیوساین، کاډستر، د کانونو زده کړ,، مالي او تدارکاتي، کارکوونکو، خدماتو او ټرانسپورټ مدیریتونه دي.

د هرات د کانونو رئیس لنډه پېژندنه

ښاغلی عبدالجمیل الیاسي په ۱۳۳۲ کال کې په کابل ولایت کې زیږیدلی دی، نوموړي د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته د ګازو او تیلو د جیولوجي په څانګه کې د ماسټرۍ ترکچې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

له ۱۳۵۲ کال راهیسې د کانونو او پټرولیم وزارت په مختلفو برخو کې ۳۷ کلنه تجربه لري او اوس مهال د هرات ولایت د کانونو د رئیس په توګه دنده پرمخ وړي.

په ۱۳۹۵مالي کال کې لاسته راوړنې

  •  د شیدايي ودانۍ د چارو بشپړول.
  • بهرنیو هیوادونو ته د 079/11133 ټنو په اندازه د رخام او مرمر پروسس شویو کاڼو صادرول.
  •  د لوړ تناژ لرونکې ترازو د نښلولو له پاره د ځمکې برابرول.
  • د هرات ولایت له مقام سره د جغل او ریګ د قرارداد د پروسې هوکړه لیک.
  •  د چشت شریف کبوتر خانې د سپینو مرمرو، د بیشه کلي د مرمرو، د اسفرز کلي د مرمرو، د زنده جان کلي د تورو مرمرو، د سیروان کلي د سپینو مرمرو، د کمرکلاغ کلي  جغل او ریګ، د جرسمه سپینو مرمرو، د ارویج کلي رخام، د شین رنګه ډبرو سکرو، د خاک راش کلي د مرمرو کاڼو، د جقمق کاڼو، د هاشمي پل د جغل او ریګ او د توک جشمې د جغل او ریګ د قراردادونو لاسلیکول.
  •  د هرات ولایت د کانونو ریاست عواید (46402982 افغانۍ دي او د دولت عوایدو ته سپارل کیږي.