د بدخشان ولایت د کانوو ریاست

پېژندنه

د بدخشان د کانونو ریاست په ۱۳۹۲ کال کې د کانونو او پټرو لیم وزارت په چوکاټ کې رامنځته او د جمهوري ریاست له خوا منظور شو.

د بدخشان د کانونو رئیس لنډه پیژندنه

محمداکبر انوري په ۱۳۵۰ کال د بدخشان ولایت په یو روښانفکر کورنۍ کې زیږدیدلی دی، د ښوونځي دوره یې پخپل ټاټوبي کې پای ته رسولې او د قاهرې له پوهنتون څخه یې د کانونو د اقتصاد په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ، هیواد ته له راستنېدو وروسته د افغانستان بانک د نظارت په مدیریت کې په دنده وګمارل شو او دوه کاله یې په یاده اداره کې کار وکړ، وروسته له ۱۳۸۵ کال څخه تر ۱۳۹۰ پورې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په مشورتي ټیم کې د معیشت د مدیر په توګه وټاکل شو او له ۱۳۹۰ کال راپه دیخوا د بدخشان ولایت د کانونو د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.

په ۱۳۹۵ کال کې د یاد ریاست لاسته راوړنې

  • د بدخشان ولایت د کانونو عواید  58537افغانۍ
  •  د ساختماني موادو د یوې بستې جوړول جوړول، ۴ قیمتي او نیم قیمتي  بستې او د قرارداد او له وزارت څخه د منظوري په موخه د تزیئیني کاڼو دوه بستې جوړول.
  •  په اشکاشم، داریم، شغنان، بهارک، خاش په ولسوالیو کې د بیروح کفترخانې کان، ابرک ، نیلم ، یخک، بیروج ، نیلم، بیروجو کانونو او د جرم ولسوالۍ بیروجو او د ارګو ولسوالۍ د کانونو سروې ګانو ترسره کول.