د هلمند ولایت د کانونو ریاست

د هلمند د کانونو رئیس انجنیر محمد نعیم «صمیم» لنډه پېژندنه

انجنیر محمد نعیم «صمیم» په کال ۱۳۶۳ هجری لمریز کی د وردګو ولایت د بند چک ولسوالی کی زیږیدلی او ابتدایه زده کری می د علیشې په نعمانیه مدرسه کی ترسره او منځنی زده کړې می د بند چک د حضرت عمر فاروق په عالی لیسه کی ترسره کړی. بیا د لوړې زده کړی می د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځی د جیولوجی په څانګه کی د ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۸۴ کال پوری د کدر په نمره کی د لیسانس په کچه ترسره کړی او وروسته تر هغه می یو کال په افتخاری ډول د چک ولسوالی د انبوخاک په عالی لیسه کی د ساینسی مضامینو تدریس وکړ او به ۱۳۸۵ کال کی می رسما د کانو وزارت د جیولوجی او سروی لوی ریاست کی د جیولوجیست په صفت په دنده پیل وکړ.

په ۱۳۹۵/۲/۱۹ نیټه د آزاد رقابت سی بی آر له لاری د هلمند ولایت د کانو او پترولیم ریاست دوهم بست کی په رسمی توګه مقرره شو.

  فعالیتونه اولاسته را وړنې

  •  دهلمند ولایت په سکتوری غونډو کې ګډون اودعوائیدو دزیاتوالی په موخه دخصوصی متشبثینودجلب او جذب په اړه خبر اترې .
  • د اداري فساد پرضد مبارزه او د فساد مخنیوی.
  •  دریاست د تخنیکي برخوکارکوونکوته دجی.پی.اس.او G.I.S څخه دکاراخستلوزده کړه.
  • د کانونودفنی استخراج ،مقرراتواوقوانینو دعملی کولولپاره د قراردادیانوهڅونه.
  •  د ټاپی پروژې دتطبیق لپاره دلومړنیو ارقاموداخیستلوپه موخه د نهرسراج ولسوالی ته دهیئت لېږل. .
  •  دپروژوپه BQکې دښارجوړلوریاست له طریقه دساختمانی موادودحجم حق الامتیازدځای پرځای کولو په هکله هلمند ولایت مقام اونورو اړونده اداراتو ته وړاندیزونه او په اړه یې اجرآت .
  • په ولایتي کچه د هلمند ولایت د قومي مشرانو، علمآو، ولایتي شورا وکیلانو ، مدني ټولنو او مختلفو اداروسره د ټاپي پروژې د عامه پوهاوي ،سروې ، تطبیق او اقتصادي او سیاسي ګټو په اړه مکررې ناستې او په دې برخه کې د دوی همکار
  • د هغو شرکتونو په اړه چې د هلمند ولایت د کانونو ریاست سره مقروضیت لري په ټاکلي وخت اجرآ

لنډ مالی راپور:

عوائید:

د۱۳۹۶مالی کال په اوږدو کې دعوائیدو مجموعه

۳۹۳۳۰۹۶۴ـ افغانی

 
لګښتونه :

ګڼه

تفصیلات

دلګښتونو څرنګوالی

مبلغ

۱

د ۱۳۹۶مالی کال دلګښتونو مجموعه

د معاش ،سفریه ،پېرودلواو دتلیفون کریډ ت کارت له درکه

۳۳۲۴۲۳۳ـ افغانی

 

­د ۱۳۹۷ مالي د لومړۍ او دوهمې ربعې عوائيدو مجموعه ۳۴۱۴۵۱۲ افغانۍ وه چه د قناعت او تقدیر وړ ده.